د حزب اسلامي مشر حکومت یو ځل بیا ټاکنو کې په درغلیو تورن کړ

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ملي یووالي حکومت ځېنې چارواکي له دولتي واک او امکاناتو په ګټنې هڅه کوي داسې ټاکنې وشي چې په پایله کې یې د دوی د خوښې نوماندان بریالي شي.

ښاغلي حکمتیار وویل، د دغسې ټاکنو پایلې به تر اوسني پارلمان، نابریالي او بحران زېږونکي پارلمان جوړېدو ته لاره هواره کړي.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د حکومت د دواړو ډلو په خوښه جوړ شوی چې په همدې دلیل، هغو سیمو کې په تذکرو سټېکرې لګول شوې‌دي چې د دوی د خوښې او اعتبار وړ دي.

د حزب اسلامي مشر په وینا، له دغو مواردو داسې ښکاري چې دولت ټاکنو کې د تقلب اراده لري.

د حزب اسلامي مشر همدارنګه وویل، له درغلیو ډکې ټاکنې هېڅ لوری نه مني او دولت باید د ګوندونو طرحه ـ چې د رڼو ټاکنو ترسره کولو له‌پاره جوړه شوې ـ ومني او د ټاکنو کمېسیون یې عملي کړي.

د حزب اسلامي مشر حکمتیار دا هم وویل، چې حکومت وايي، د ولسوالیو شوراګانو د غړیو له‌پاره د معاش ورکولو امکانات کم دي؛ چې په وینا یې دا د لویې جرګې د جوړېدو له‌پاره یوه بهانه ده. د ښاغلي حکمتیار په خبره، د یو شمېر افغان چارواکیو د یوې میاشتې لګښت، د ولسوالیو شوراګانو د وکیلانو یو کال له معاش سره برابره ده.

ومو غوښتل د ګلبدین حکمتیار دغو څرګندونو په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ او ټاکنو کمېسیون نظر هم واخلو؛ خو له پرله‌پسې هڅو وروسته بیا هم بریالي نه‌شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام