خلیلزاد: د سولې هوکړه‌لیک د بل پړاو په پلي کولو کې به د امریکا چلن پر شرایطو ولاړ وي

د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د سمنګان پر ملي امنیت ریاست د طالبانو د برید په غبرګون کې ویلي، د بریدونو دوام تلپاتې اوربند او بین‌الافغاني خبرو اترو ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي کمولو په برخه د دې ډلې د ژمنو خلاف کار دی.

خلیلزاد نن په یوه ټویټ کې د یاد برید د غندنې ترڅنګ لیکلي، په وروستیو ورځو او اوونیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او له کبله یې ګڼ‌شمېر افغانان له کوم دلیل پرته وژل کېږي.

نوموړي په یوه ښار کې د موټربم برید کول د منلو وړ نه بولي او وايي، دا کار به د سولې مخالفانو دریځ پیاوړی او د دې پروسې تخریبوونکو ته به نور فرصت هم په لاس ورکړي.

هغه له ټولو لوریو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي.

د سمنګان د ملي امنیت پر ریاست موټربم برید کې د دغه ریاست ۱۲ کارکوونکي چې ۲ یې ښځې وې، ووژل شول او ۶۳ نور چې ډېری یې ملکیان وو، ټپیان شول.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

خلیلزاد د سولې هوکړه‌لیک ته په اشارې ویلي چې امریکا د ۱۳۵ ورځو په تېرېدو سره په لومړي پړاو کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او د پنځو اډو په خوشې کولو سره یې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی دی.

هغه ویلي، سره له دې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پروسه ورو وه، خو په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاويو هم د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د چمتووالي په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

خلیلزاد ټینګار کوي چې د سولې هوکړه‌لیک د بل پړاو عملي کولو په برخه کې به د امریکا چلن پر شرایطو ولاړ وي او د بندیانو د تبادلې، د تاوتریخوالي کموالي، د سولې په هوکړه‌لیک کې پر ټولو ژمنو عمل او د بین‌الافغاني خبرو اترو پر پیل به ټینګار وکړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره نورو پرمختګونو ته اړتیا ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام