.jpg)
د ولسمشرغني دویم مرستیال سرور دانش نن (دوشنبې) ولسي جرګې ته تاج محمد جاهد د کورنیو چارو د وزیر په توګه، محمد فرید حمیدي د لوی څارنوال او محمد زمان سنګري د سترې محمکې د عالي شورا د غړي په توګه ورمعرفي کړل.
سره له دې، چې د لویې څارنوالۍ نوماند باید نن ولسي جګرې ته نه وی معرفي شوی، خو د ولسي جرګې له اوږد بحث نه وروسته رایه اچونه وشوه او پرېکړه په دې وشوه، چې ښاغلی حمیدې دې هم د نوماند په توګه ولسې جرګه کې پاتې شي.
سرور دانش د معرفي کړیو نوماندانو د پېژندنې په اړه هیله څرګنده کړه، چې ولسي جرګه د باور رایه ورکړي.
د ولسمشر دویم مرستیال د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت د ریاست د مشر په اړه وویل، چې ډېر ژر به د ملي دفاع وزیر او ملي امنیت رییس ولسي جرګې ته د رايو اخیستلو له پاره معرفي شي.
د ولسي جرګې غړي کولی شي، چې د رایو ورکولو په بهیر کې د کورنیو چارو وزارت، د لویې څارنوالۍ مشر او د سترې محکمې د عالي شورا غړي ته د باور او نه باور رایه ورکړي.





