د ولسي جرګې له‌پاره د کابل ټولې رایې باطلې اعلان شوې

د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدلو کمېسیون په کابل کې د ولسي جرګې ټولې رایې د «تقلب او پراخو جرمونو» پر بنسټ باطلې اعلان کړې.

د دې کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا پرېکړه له ډېرو پلټونو وروسته شوې‌ده.

د بایومتریک سېستم د ګټنې پرمهال رازېږېدلې ستونزې، شاوخوا ۳زره شکایتونه او د ستونزو په اړه د تورنو کسانو اعتراف هغه مهم دلایل وو چې د کابل رایې یې باطلې کړې.

د ټاکنو کمېسیون ځېنې مسوولان هم د وظیفوي بې‌غورۍ له امله له خپلو دندو ګوښه او نقد جریمه شوي‌دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس احمدشاه زمانزی، د کابل ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس اول‌الرحمان رودوال، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ساحوي عملیاتو رییس زمری قلمیار، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ساحوي عملیاتو مرستیال عبدالعزیز صمیم او د دې کمېسیون د معلوماتي ټکنالوژۍ رییس سیدابراهیم سادات هغه د ګوښه شویو له ډلې دي.

ځېنو ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې په پار د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې نهايې شوې‌ نه‌دي؛ خو تر اوسه لا په‌دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه نه‌ده معلومه شوې.

د قانون له‌مخې، که د یوې ټاکنیزې حوزې د رایو د باطلېدلو او بیاځلي ټاکنو د مودې په اړه د ټاکنو قانون د ۹۴مې مادې په ۵مې فقرې کې راغلي: «په یوه ټاکنیزه حوزه کې د ټاکنو د عادلانه‌والي، پټ‌والي او مستقیم‌والي د اصولو د زیان موندنې په صورت کې د شکایتونو مرکزي کمېسیون کولی شي د هغې حوزې ټاکنې باطلې اعلان کړي. په‌دې صورت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید په یوه اوونۍ کې په هماغه حوزه کې بیاځلي ټاکنې وکړي.»

په کابل کې د ولسي جرګې د ۳۳ څوکیو له‌پاره ۸۰۴ تنه نوماند وو چې له ۳۳ هغو یې ۱۰ څوکۍ د ښځو له‌پاره ځانګړې شوې‌وې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام