ارګ: ښايي په راتلونکیو اوونیو کې له طالبانو سره هوکړه وروستۍ شي

ولسمشرۍ ماڼۍ نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له قوله لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه چې ښايي په راتلونکیو اوونیو کې وروستۍ شي، په مشروط ډول ده.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، یادو دوو امریکايي چارواکیو ویلي، د هوکړه‌لیک هېڅ بند له شرط پرته نه دی او طالبان ښايي په دې اړه «ګډوډوونکي» تبلیغات وکړي. خبرپاڼه زیاتوي، طالبان حاضر شوي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او ولسواکه ټولنه ومني.

ارګ د مایک پمپیو له قوله لیکلي، «طالبان پرېږدئ چې هر څه وايي، ووايي. له هر ځایه چې وایي، ووايي، خو واقعیت دا دی چې باید ترهګري او القاعده پرېږدي او له جګړې لاس واخلي. موږ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي وو او یو به.»

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو دا څرګندونې بېګاه له ولسمشر محمداشرف غني سره د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې کړې دي. د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، په یاده غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ګډون درلود.

په یاده ناسته کې له افغان لوري د ولسمشر غني په ګډون امرالله صالح، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري هم ګډون کړی وو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ټاکل شوې ولسمشر غني راتلونکې اوونې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ټولنې له بېلابېلو پوړونو، مدني ټولنې او سیاسي لوریو سره د سولې په اړه مشورې پیل، د دغې پروسې په اړه ورته معلومات ورکړي او ترڅنګ یې، د احتمالي ګواښونو او فرصتونو په اړه هم ورسره خبرې اترې وکړي.

ولسمشر غني په یاده ناسته کې ویلي چې افغان دولت د سولې پروسې د اصلي څښتن په توګه د دې پروسې د پر مخ بیولو له کبله له امریکا مننه کوي او افغانانو ته ډاډ ورکوي چې دا پروسه به ټول نظامي او ملکي بنسټونه ځواکمن کړي.

محمداشرف غني زیاته کړې، افغانستان نه یوازې شا ته نه ګرځي، بلکې خپل دولتي ظرفیتونه، خصوصي برخه او د افغانانو حقونه به په بشپړه او روښانه توګه وساتي.

اړوند مطالب:

ینس‌ سټولټنبرګ: ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو ته تیاری لري

د امریکا دفاع وزیر: طالبانو سره مو د ۷ ورځني تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې کړي

نېکولاس‌کي: بين‌الافغاني خبرو لپاره دې ټول‌شموله پلاوی وټاکل شي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام