د تماس نړۍوالې ډلې په یوې غونډې کې له افغان حکومت سره د مرستو د دوام اعلان وکړ. د تماس نړۍوالې ډلې غړیو هېوادونه وايي چې له نړۍوالې ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لهپاره هېڅ ډول هڅه نه درېغوي.
دې ګډونوالو په غونډې کې د افغان حکومت د سولې په پار د هلو ځلو هرکلی وکړ او د دې حکومت د سولې د بهیر نه یې ملاتړ اعلان کړ.
د تماس نړۍوالو اړیکو غړیو پهدې غونډې کې د رڼو ټاکنو له ترسره کېدا هم ملاتړ وکړ او اعلان یې کړه، حاضر دي چې پهدې بهیر کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
د تماس نړۍوالو اړیکو غونډه د اذربایجان په پلازمېنې باکو کې د نړۍ د ۵۲ هېوادونو د لوړپوړیو استازیو او موسسو د غړیو په ګډون د افغانستان او اذربایجان په ریاست جوړه شوېوه.
پهدې غونډې کې د افغانستان په استازولۍ د افغان حکومت سیاسي معین حکمتخلیل کرزي ګډون کړیو.
د تماس نړۍواله ډله په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو د همغږي کیدو لهپاره جوړه شوېده.





