۲۵ زره دولتي بستونه د ضد و نقیضو فرمانونو له امله خالي پاتې دي

د افغانستان د ملکي خدمتونو د ریاست مسوولین وايي، چې په دولتي پوستونو کې د اشخاصو د نه ګومارنې یو اصلي لامل د لوړ پوړو مقاماتو له لوري د پرلپسې احکامو لېږل دي.

د یادې ادارې رییس احمد مسعود توخي وویل، چې هر لوړ پوړی مقام غواړي خپل نږدې کسان او خپلوان و ګوماري او دا چاره د اشخاصو د مقررېدو پر مخ په لوی خنډ بدل شوی دی.

توخي زیاته کړه، چې په دولتي ادارو کې د زیات قاغذ پرانۍ له وجې د دولتي کارکوونکو جذبېدلو پروسه اوږده کړې او دولت باید د دغې پروسې د لنډولو له پاره فوري اقدامات ترسره کړي.

نوموړی چې د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته بلل شوی و زیاته کړه، همدا اوس له ۲۵ زرو زیات دولتي بستونه خالي دي.

له بل لوري د ولسي جرګې ځينو غړو هم ادعا وکړه، چې اوسمهال د افغانستان په دولتي ادارو کې ۵۰ زره دولتي بستونه خالي دي او دولت هم د دغو بستونو د ډکولو له پاره ځانګړې ستراتيژي نه لري.

اخوا د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل وویل، چې د خالي بستونو ذکر شوی شمېر د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او ملکي خدمتونو د کتبي راپور سره سمون خوري.

احمد مسعود همدارنګه زیاته کړه، چې ۲۵۵۸۴ دولتي پوستونه خالي دي، چې زیات يې د افغانستان ښوونې او روزنې او پوهنې وزارتونو پورې اړه لري.

د راپورونو پر بنسټ همدا اوس یوازې ۱۳ زره خالي بستونه یوازې په دغو دوو ذکر شویو وزارتونو کې موجود دي.

اوریاخېل زیاته کړه، چې په ټوله کې د افغانستان په اداري نظام کې ۸۴۹ زره په ملکي او نظامي برخو کې بستونه وجود لري، خو په نظامي برخو کې د خالي بستونو په باب راپور په واک کې نه لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره وویل، چې دوی یوه راډيويي خپرونه جوړه کړې، چې د هغه له مخې به په کال کې ۷۵ زره تنه به بېلابېلو ادارو ته معرفي شي.

هغې زیاته کړه، چې له دې وروسته که هرچا ۶ میاشتې په دولتي اداره کې کار وکړ، نو یو کال د کاري تجربې سند به ورکول کيږي.

سره له دې، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او ملکي خدمتونو د چارواکو له لوري وړاندې شوې شمېرې د زیاتو وکیلانو له پاره د تصدیق وړ وې، خو ځينو نور بیا دغه ارایه شوې شمېرې ناقص او د قانون خلاف دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام