سرتاج عزیز: د حقاني شبکه مو داسې ځپلې، چې د بريد کولو توان نه لري

د پاکستان د بهرنيو اړيکو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې د حقاني شبکه يو ماته شوې ډله ده او دغه شبکه نور په افغانستان کې د ترهګریزو فعاليتونو د ترسره کولو وړتيا نه لري.

د نوموړي په وينا، چې د حقاني ترهګره ډله د شمالي وزيرستان د عملياتو په پايله کې په بشپړه توګه له منځه تللې او د هغه په خبره پاکستان به نور اجازه ور نه کړي، چې له خاورې يې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنيت لوی ریاست تېره ورځ په کابل ښار کې د حقاني شبکې پورې اړوند یو ۳۰ کسیزه ډله ونيوه، چې غوښتل يې په بېلابېلو سيمو کې ۲۶  بريدونه وکړي.

اخوا بیا د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کري په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی او هلته يې د پاکستاني مقاماتو سره د خبرو ترڅنګ ويلي، چې د افغان او پاکستاني طالبانو، لشکر طیبه او حقاني شبکې د فعاليتونو دوام د سيمې هېوادونو او ان د امريکا متحده ایالاتو د امنيت له پاره مستقيم ګواښ دی.

جان کري زیاته کړې، چې په پاکستان کې د ترهګریزو شبکو پر وړاندې عمليات کافي نه دي.

له بل لوري افغان حکومت هم د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د دغو څرګندونو په اړه د شک په سترګه ګوري او وايي، چې د ترهګریزو فعاليتونو او د تروریزم د ځالو له منځه وړلو له پاره پاکستان په خپله خاوره کې جدي عمليات نه کوي او د حقاني شبکې د له منځه وړلو له پاره یې د دوی اقدامات کافي نه دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سېد ظفر هاشمي رسنيو ته ویلي، چې پاکستان اوس هم د ترهګرو ملاتړ کوي.

د سياسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد عبدالقیوم سجادي سلام وطندار ته وویل، چې افغانستان اوس هم د پاکستان پر وړاندې ثابت سياست نه لري او تل يې غبرګوني سياست څخه کار اخیستی.

د هغه په خبره افغانستان تر اوسه د پاکستان پر وړاندې ابتکاري او فعال سیاست څخه ډېره کمه استفاده کړې.

د سجادي په وينا، لومړی باید د پاکستان پر وړاندې يو عمومي فکر را منځ ته راشي او بیا يې پر وړاندې مشخصه ستراتيژي جوړه شي.

قيوم سجادي وايي، چې افغان حکومت باید د پاکستان په هکله له روان سياست نه پرهيز وکړي او د امريکا، ناټو او عامه افکارو له لارې پرې فشارونه زیات کړي.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مارک تونر بیا وایي، چې د طالبانو او د حقاني شبکې د وژونکو تاوتریخوالیو د بندولو او د دې ګواښونو پر وړاندې دوه چندې مبارزې ته اړتیا ده.

له بل لوري د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست، هم ورته څرگندونې کړې او ویلي یې دي، چې د بارک اوباما د ملي امینت سلاکارې سوزن رایس، پاکستان ته د خپل وروستني سفر په ترڅ کې د ترهگرۍ پر وړاندې د پاکستان د جدي مبارزې غوښتنه کړې ده.

هغې پاکستان ته په زغرده ویلي وو، چې دا د امريکا متحده ایالاتو له پاره په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي، چې په افغانستان کې ترهګریز بريدونه دې په پاکستان کې پلان شي.

یاده دې وي، چې د امريکا له لوري داسې شکونه هم شته، چې پاکستان د حقاني او نورو تروریستي شبکو پر ضد د (ضرب عضب) په نوم پوځي عملياتو کې هم د حقاني شبکې پر وړاندې جدي عکس العمل نه دی ښودلی.

امريکا وايي، چې هغه مهال پاکستاني پوځيان د حقاني شبکې پر ضد د پوځي عملياتو له ترسره کولو ډډه کړې.

د سیاسي چارو بل شنونکی محب الله شریف وايي، د افغان حکومت تېر ۱۳ کلنې دورې ته په کتو سره افغانستان د پاکستان پروړاندې د باثباته سیاست درلودونکی نه وو او نه يې د دغه هېواد پر وړاندې داسې پالیسې در لوده، چې تل پاتې وي.

ده زیاته کړه، دا په دې پورې اړه لري، چې د افغانستان لومړیتوبونو او ګټو له پاره او تعیین له پاره څوک ټاکل شوي دي او د دې پر بنسټ باندې د بهرني سیاست په لومړۍ کرښه کې کليدي اشخاص څوک دي او په دې پوه شي، چې د افغانانو او پاکستانیانو غوښتنې څه دي.

د امريکا شک هغه مهال په یقین بدل شوی، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل پر شاه شهيد سيمه کې تروریستي برید وشو او امريکا يې پړه د حقاني شبکې پر غاړه واچوه.

پټه دې پاتې نه وي، چې د حقاني شبکه د امريکا متحده ایالاتو ته له خوا په تور لیست کې هم شامله شوې، چې د امریکا د وسله وال پوځ پخواني لوی درستیز مایک مولن هم دغه شبکه د اسلام اباد د استخباراتي ادارې اجرایوي مټ گڼلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام