
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت یوه اعلامیه کې وايي، افغان سياستوال دې د اساسي قانون او د قانون د حاکميت خلاف د موازي حکومت د جوړولو په ګډون له بې ثباتوونکيو اقداماتو ډډه وکړي، ځکه چې د سياستوالو او د هغوى د ملاتړو دا ډول اقدامات د افغانستان حاکميت او یووالی زيانمنوي.
اعلاميه کې له افغان سياسي مشرانو او د هغوى له ملاتړو غوښتنه شوې چې سياسي بحث له تاوتريخوالي پرته پرمخ يوځي او پر ټاکنیزو سياستونو د تمرکز پر ځاى د افغانستان پر سياسي جوړجاړي تمرکز وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې له افغان حکومته هم مننه شوې چې د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د تحلیف د مراسمو له ځنډولو سره يې هوکړه کړې ده.
اعلامیه کې ویل شوي، چې امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان چې له مخې یې ولسمشر غني بریالی اعلان شوی څاري، خو په کار ده چې په دې اړه شته اندېښنې د اساسي قانون او له قانوني لارو هوارې کړل شي.





