د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره شپه ناوخته د خپلو سیمهییزو سفرونو په لړ کې کابل ته راورسېد. خلیلزاد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، سهار یې د بینالافغاني خبرو اترو په بیړه پیل لپاره د لارې هوارولو په موخه د ولسمشر د دفتر له رییس سلام رحیمي، د سولې عالي شورا رییس محمدعمر داوودزي او له یو شمېر نورو حکومتي چاراوکیو سره پیل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وري میاشتې په شپږمه اعلان وکړ چې زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د بستر جوړولو په موخه د دې میاشتې په پنځمه نېټه سفر پیل کړی او د همدې میاشتې تر یوویشتمې به دوام وکړي. نوموړی به د دغه سفر پر مهال افغانستان، بلجیم، بریټانیا، پاکستان، ازبکستان، اردن او قطر ته لاړ شي.
په همدې حال کې د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، زلمی خلیلزاد تېره شپه کابل ته رارسېدلی او ټاکل شوې ورسره وګوري. عبدالله زیاته کړه، له نوموړي سره به د سولې په اړه بحث وکړي، څو روښانه شي چې افغان حکومت څنګه کولای شي په یاده پروسه کې همکاري وکړي.
اړوند مطالب:
خلیلزاد: د افغان سولې بهیر اسانه نهدی
د پاکستان او بریټانیا له سفیرانو سره د خلیلزاد لیدنه
خلیلزاد: تلپاتې او داسې سوله باید وشي چې ټول ارزښتونه په کې خوندي وی

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په موخه د یوه پراخ مرکچي پلاوي پر جوړولو بوخت دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي سلاموطندار ته وویل چې د یاد پلاوي جوړولو لپاره هڅې روانې دي او نوملړ به یې هم ډېر ژر اعلان شي.
د نوموړي په وینا، په دغه پلاوي کې به سیاسي خوځښتونه، مدني ټولنې او ښځې ګډون ولري.
د اجرایوي ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، دغه پلاوی اړتیا او شرایطو ته په پام جوړېږي.
د نوموړي په وینا، د خبرو اترو وخت او ځای تراوسه نهدی ټاکل شوی او حکومت په دې برخه کې هېڅ ستونزه نهلري، خو په وینا یې، طالبانو تراوسه پهدې برخه کې نرمښت نهدی ښودلی.
خو د سولې عالي شورا بیا وايي، د یوه پراخ او هراړخیز پلاوي جوړولو په اړه معلومات نهلري.
د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وايي، د وسلهوالو طالبانو له لوري د بینالافغاني خبرو اترو لپاره ښې نښې ښودل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوې حکومتي سرچینې تر دې مخکې سلاموطندار ته ویلي وي چې ټاکل شوې عبدالله عبدالله د امریکا او طالبانو ترمنخ په شپږم پړاو خبرو اترو کې ګډون وکړي.





