ولسي جرګې د ټاکنیز سمون په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ

ولسي جرګې د ټاکنیز بنسټ د واکونو او جوړښت په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ۱۲۶ مخالفو رایو او ۲۷ تاییدو رایو په کارولو دغه فرمان ردکړ.

دا دویم ځل دی، چې په ټاکنیزو بنسټونو کې د سمون په اړه ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې له لوري ردیږي.

نن (دوشنبه) د ولسي جرګې غونډه د فرمان د رد او تایید په اړه له لانجو ډکه وه.

د ولسي جرګې هغه شمېر غړي، چې د ولسمشر د فرمان د تایید پلوي وو، وايي، چې د ټاکنیز بنسټ د واکونو، دندو او جوړښت په اړه د ولسمشر فرمان ردول هېواد له ستونزو سره مخامخ کوي.

د جرګې غړی فرهاد عظیمي وايي، د ولسي جرګې هغو وکیلانو چې د ولسمشر فرمان رد کړ، هغوی د فرمان له منځپانګې خبر نه وو او زیاتوي، چې دغه وکیلان د نامعلومې کړۍ له خوا دې کار ته هڅول شوي وو.

دی وايي، چې د فرمان ردول د حکومت او ولسي جرګې د بدنامۍ سبب ده او د خلکو اندېښنې زیاتوي.

عظیمي وویل، د دې فرمان تاییدول د خلکو غوښتنه وه، خو ځېنو وکیلانو د خلکو غوښتنه په څپېړه ووهله.

په ورته وخت کې هغه شمېر وکیلان چې دغه فرمان یې رد کړ، وايي، چې د ولسمشر فرما د ټاکنیزو واکونو او جوړښت په اړه د اساسي قانون خلاف و.

په دې اړه عبدالقادر ځاځی وايي، چې د فرمان په تایید سره د حکومت مشرانو غوښتل، چې د ټاکنو کمېسیون ۵۰ ـ ۵۰ په خپلو کې ووېشي.

دی وايي، ولسي جرګې د دې فرمان په رد سره هغو کسانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، چې غوښتل یې کمېسیون شخصي کړي.

له بل لوري د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري په خبري غونډه کې د فرمان د ردولو په اړه وویل، چې حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د پيل له پاره خپل ټول تلاش کوي.

ده ټینګار وکړ، چې حکومت به له حقوقي بنسټونو سره له سلا وروسته د ټاکنیز بنسټ د سمون له پاره کار پیلوي.

په ټاکنیز نظام کې سمون راوستل د ولسمشر غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله تر منځ د لاسلیک شوې سیاسي هوکړې مهه ماده وه؛ چې تر اوسه پورې دوی په دې نه دي توانېدلي، چې په ټاکنیز بنسټ کې سمون راولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام