ولسمشر طالبانو ته: پاکستان سره اړيکې پرې کړئ

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که طالبان د خپلو بندیانو خوشې کول غواړي، نو د افغان حکومت شرطونه دې واوري، له پاکستانه دې ووځي او خبرې دې پيل کړي.

نوموړي وویل، طالبان دې د پاکستان اجنډا پر مخ نه بيايي او پر ځای دې د خپلو هېوادوالو سترو هيلو ته لبیک ووايي چې «د رښتينې سولې تامین» دی.

ولسمشر غني چې نن د ننګرهار ولایت د عمومي حالت ارزونې لپاره تللی وايي، طالبان دې د زندانیانو د خوشې کولو لپاره شرطونه نه وړاندې کوي او که چېرې طالبان شرطونه ږدي، نو دوی هم شرطونه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغان وژنه جرم دی، طالبان دې افغانانو ته سپکاوی نه کوي. د نوموړي په وینا، افغانان د خپلې بې‌وزلۍ ښکار شوي دي.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وویل، د سولې خبرې اترې به د جرګې له لارې وکړي، د پردې تر شاه  هېڅ خبرې نه کېږي، هر پلاوی چې ځي، صلاحیتونه به یې محدود وي؛ خو کابل او ولایتونو کې به قوي ملاتړ ولري.

ولسمشر غني وویل، د هېواد په ګټو او د افغانانو په حقونو معامله نه کوي، دې برخه کې هېڅ ډول انعطاف نه شي کولای او د نظام ساتنه به کوي.

بل لور ته، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تازه ټوېټ کې لیکلي چې دوحې ته د افغان حکومت ورغلي پلاوي سره لا هم طالبانو نه دي لیدلي.

سهیل شاهین لیکلي، د بین‌الافغاني خبرو له پیل وړاندې به د دوی د بندیانو د چارو مسوولان د کابل ادارې د محابسو له مسوولانو سره ګوري، څو له مذاکراتو مخکې ۶زره بندیان ازاد کړل شي.

په پام کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې د روانې میلادي مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیل شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ د بین‌الافغاني خبرو اترو تر پیل وړاندې افغان حکومت باید د طالبانو ۵ زره بندیان او طالبان د افغان حکومت زر تنه بندیان ازاد کړي؛ خو ولسمشر غني ویلي د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه هیڅ ډول ژمنه نشته.

د امریکا او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې هوکړه لیک د کب په لسمه د شنبې ورځ د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام