د فساد په قضیه کې د ښار جوړونې وزارت د ۲۰ نورو کارکوونکو ښکلېتیا

لویه څارنوالي وايي، چې د ښار جوړونې وزارت د فساد په قضیه کې ۲۰ نور لوړپوړي چارواکي هم تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند بصيرعزیزي نن ( سه شنبه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ښار جوړونې وزارت د ۶ تورنو کارکوونکو د دوسیو څېړلو پرمهال روښانه شوې، چې په دې وزارت کې میلیونونه ډالر او افغانۍ تري تم شوي.

له دې وړاندې د ښار جوړونې وزارت د ۶ کار کوونکو دندې د ولسمشر د حکم په اساس وځنډول شوې او د پښتنو او پلټنو له پاره قضايي ارګانونو ته ورمعریفي شول.

اوس لوی څارنوالۍ ددې وزارت د فساد په دوسیه کې له نوي اړخونو پرده پورته کړې او ددې ترڅنګ چې د میلېونو ډالرو د تری تم کېدو خبر ورکوي، دا هم زیاتوي چې په دې قضیه کې پر ۲۰ نورو لوړ پوړو کار کوونکو هم د فساد شکونه شته، چې تر څارنې لاندې نیول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.

عزیزي رسنيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د ښار جوړونې وزارت د فساد په قضیه کې ۶ تورنو  لوړ پوړو کار کوونکو دوسیې بشپړې شوي او له محاکمو یې غوښتنه وکړله، چې په اړه یې د عدالت پر اساس پرېکړه وکړي.

د لوی څارنوالۍ د ویاند په وینا، دکابل بانک د فساد له قضيې وروسته د ښار جوړونې وزارت د ۶ لوړ پوړو چارواکو قضيه د فساد له سترو دوسیو څخه ده.

افغان ولسمشر اشرف غني د ښار جوړونې وزارت د ۶ کار کوونکو د دندو ځنډولو ترڅنګ ددې وزارت اړوندې ساختماني پروژې، په خپلوانو او لوړپوړو چارواکو د اپارتمانونو د ویش لړۍ او د بې کیفیته مېنو جوړولو د کار بند حکم هم وکړ.

تېره اونۍ د لوی څارنوالۍ چارواکو سلام وطندار ته ویلي و، چې د روانې اونۍ شنبې په ورځ به ددې قضیې اړوند دوسیې قضايي ارګانونو ته ولیږي خو اوس وايي چې دا چاره به راتلونکې اونۍ کې ترسره شي.

لویه څارنوالي د فساد په دوسیه کې پېچلتیا او پراخوالی د دې چارې د ځند د لامل په توګه یادوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام