ټرمپ: پاکستانیانو پر امریکايي مشرانو د ساده‌ګانو ګومان کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي میلادي کال په لومړي ټوېټ کې پر پاکستان سخت لفظي برید کړی دی.

ټرمپ لیکلي دي: « په تېرو ۱۵ کلونو کې امریکا په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ میلیاردو ډالرو ډېرې مرستې ورکړي. پاکستان موږ ته پرته له دروغو او خطاایستلو بل څه نه دي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو ګومان کړی دی. پاکستان هغو ترهګرو ته پنا ورکړې، چې موږ یې په افغانستان کې تعقیبوو.»

په امریکا کې د ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته سپینه ماڼۍ د پاکستان مکارو کړنو په خلاف توندې نیوکې کوي او دغه راز تېرکال هم  ډونالډ ټرمپ د سویلي اسیا او افغانستان له‌پاره د امریکا نوې کړنلارې د اعلان پرمهال پر پاکستان غوڅ غږ کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام