
افغان ولسمشر محمداشرف غني نن په ارګ کې د ښځو د نړۍوال علمي کنفرانس په پنځم پړاو کې وویل، د تېرې اوونۍ تر پایه د رایورکوونکیو د نوملیکنې په بهیر کې د ښځو ګډون کمرنګی و.
ښاغلی غني زیاتوي، تر تېرې اوونۍ پورې د رایورکوونکیو د نوملیکنې بهیر کې د ښځو د ګډون سلنه، ۲۴ وه او که دغه بهیر همداسې دوام پیدا کړي؛ د دوی لهپاره به ګرانه تمامه شي.
ولسمشر غني د رایورکوونکیو نوملیکنې بهیر او ټاکنو کې د ښځو په ګډون ټینګار کوي او وايي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې او ورپسې ولسمشریزې ټاکنې به پهخپل وخت وشي.
سره لهدې چې ولسمشر غني ټولو برخو کې د ښځو په حضور ټینګار کوي؛ خو وايي، د افغانستان فرهنګ لا هم د ښځو ضد دی او کهچېرې دولتي فرهنګ د ښځو ضد وي؛ د افغانستان له ثبات او پهدې هېواد کې د نارینهوو او ښځو له مساوات سره مرسته نهشي کولی.
د ولسمشر غني په وینا، سیاسي سوله به راشي؛ خو له هغې وړاندې ټولنیزه سوله مهمه ده او هغه هم پایداره ټولنیزه سوله چې اساسي شرط یې د افغانښاریانو مشارکت وي او دا د ښځو له رول پرته نهشي رامنځته کېدلی.





