خلیلزاد: د دولت مرکچي پلاوی «ټول‌شموله» دی

د سولې خبرو اترو لپاره د افغان دولت له لوري د مرکچي پلاوي تر اعلان وروسته، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یاد پلاوی «ټول‌شموله» بللی دی.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، افغان دولت، سیاستوالو او مدني ټولنې د سولې خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. هغه لیکلي: «هغوی له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو ټول‌شموله مرکچي پلاوی ټاکلی دی. د اسلامي جمهوریت پلاوی د ملت رښتینې هېنداره او د ښځو د رښتینې ونډې ښکارندويي کوي.»

د افغان دولت په مرکچي پلاوي کې ۲۱ کسان دي چې د ملي امنیت پخوانی رییس محمدمعصوم ستانکزی یې مشري کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه پلاوي د اعلان ترڅنګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د سولې خبرو اترو د پر مخ وړلو لپاره به ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

خو د ټول‌شموله حکومت رییس عبدالله عبدالله ته یوه نږدې کس امید میثم ویلي چې د دولت له لوري اعلان شوی پلاوی جامع نه دی.

فاطمه گیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضراراحمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمدرسول طالب، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمدحفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، عنایت‌الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم‌الله نقیبي، محمد ناطقي، ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او امین احمدي د دغه پلاوي غړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام