
یوې باوري حکومتي سرچینې سلام وطندار سره په خبرو کې د نوم پټ ساتلو په شرط د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر جنرال نوید مختار د سفر په اړه وویل، چې په بیلا بیلو کتنو کې مختار د افغان چارواکو له جدي غوښتنو سره مخ شوی.
افغان حکومت ته مطلوب د طالب مشرانو او قوماندانانو؛ چې پاکستان ته په سپارل شوي لیست کې یې نومونه په ګوته شوي د هغوی پر خلاف د پاکستاني حکومت جدي ګامونه اخیستل یا یې هم افغان حکومت ته سپارل، په ډيورنډ کرښه د هر ډول پوځي او نظامي تاسیساتو د جوړولو او همدا ډول د کرښې له هغې غاړې د توغنديو را ویشتلو د لړې درول هغه غوښتنې دي چې په دې ناستو کې مطرح شوي دي.
سرچینه زیاتوي، کابل ته د پاکستاني چارواکو او استازو وروستي سفرونه د لندن د ناستې د هوکړو د تطبیقولو له پاره ترسره کیږي.
د سلام وطندار حکومتي سرچینه زیاتوي، کابل ته د نوید مختار د سفر په لړ کې د هغه هیواد د لوی درستیز د راتلونکي سفر له پاره میکانیزم او خاکه جوړول هم په ایجنډا کې ځای شوي وو.

سرچينه وایي، د سفرونو د دغه لړۍ له بریالیتوب او عملي ګامونو اخیستلو وروسته به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ترمنځ هم ناسته وشي.
افغان کارپوهان له پاکستانه د افغان دولت غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي، چې ددې شرطونو په عملي کېدو سره د باور فضا رامنځته کيدی شي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم وايي، د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت دا ډول واضح او جدي دریځ د ستایلو دی او دی زیاتوي، چې په دې برخه کې د امریکا د متحده ایالات هم د افغان حکومت تر شا ولاړ دي.
« زه عقیده لرم چې د پاکستاني چارواکو افغانستان ته راتګ اوبیا د ولسمشر غني په ډير جدیت او جرات باندې پاکستان ته دا خبره کول د سپينې ماڼۍ له پالیسو سرچینه اخلي. نو زه عقیده لرم چې درې واړه غوښتنې د افغان حکومت او ولس مشروع غوښتنې دي مګر دا چې څومره عملي دي هغه جدا پوښتنه ده.»
بلخوا پیښور میشتی لیکوال او څېړونکی سید رضاشاه سلام وطندار سره په خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ پیلېدو هرکلی کوي خو زیاتوي، چې مخکې له مخکې شرطونه کېښودل به یو ځل بیا دا لاړۍ له ناکامۍ سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړه، دا ټولې خبرې هغه وخت ښه فیصله کیدلی شي، چې په خپلو کې دوی سره کیني، د خبرو اترو بهیر یو ځل روان شي او وروسته دې د میز پر سر کېښودل شي.
کابو ۲ کاله کيږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي، خو د لندن له ناستې وروسته چې د افغانستان د ملي امنیت شوراسلاکار حنیف اتمر، پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخیلوال، په امنیتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ستر سلاکار سرتاج عزیز او د برتانیوي چارواکو ترمنځ ګډه درې اړخیزه غونډه وشوه او د همغې غونډې په دوام تیره اوونۍ د پاکستاني پوځي چارواکو سربیره د پاکستان د ګوندونو او پارلمان استازي هم کابل ته راغلل، چې هغوی سره هم د افغان لوري له خوا ورته غوښتنې شریکې شوې وې.





