روسیه: له طالبانو سره همکاري نه لرو

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکسانډر مانټیټسکي هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې هېواد یې له طالبانو سره همکاري لري. نوموړي نن دوشنبه په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل، چې په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان له پاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف خبرې د رسنیو له لوري تحریف شوي دي.

له دې مخکې رسنیو د ضمیر کابلوف له خولې راپور خپور کړی و، چې روسیه د داعش پر وړاندې د مبارزې په موخه په افغانستان کې له طالبانو سره د اطلاعاتو د راکړې – ورکړې همکاري لري.

ښاغلي مانټيټسکي وايي، چې هېواد یې له افغان دولت سره پراخې سیاسي اړیکې لري او هڅه کوي، چې دغه اړیکې لا پیاوړي او پراخې شي.

په کابل کې د روسيې سفیر د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په پار له خبرو اترو له هرکلي سربیره زیاته کړه، چې بهرني هېوادونو ته نه ښايي په دې بهیر کې لاسوهنه وکړي.

مانټيټیسکي هغه رپوټونه هم رد کړل، چې ګواکې روسیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري نه کوي. نوموړي په دې برخه کې له کابل سره د مسکو د مرستو له دوام څخه خبر ورکړ.

نوموړی وايي، هېواد یې له امریکا او اروپا سره د اړیکو تر ترینګلتیا مخکې د ۲۰۱۴ کال په اپریل کې له امریکا سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغان ځواکونو د ملاتړ په تړاو د همکاریو یو ګډ قرار داد لاسلیک کړی، چې اوس دغه قرارداد د کابل او مسکو ترمنځ په دوه اړخیزه توګه تطبیقېږي.

د مانټيټیسکي پر وینا، روسیې په تېرو کلونو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سلګونه افسرانو ته د ترهګرۍ او نشه يي توکیو پر وړاندې د مبارزې، له پولو د ساتنې د څرنګوالي په څانګو کې زده کړې ورکړي او دمګړۍ هم د دغه وزارت ۲۵۰ افسران په مسکو کې پر زده کړو لګیا دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام