رحیمي: هیچاته د موقت حکومت د اعلانولو اجازه نه ورکوو

اجرایه ریاست وایي، په اوس وخت کې د لنډ مهاله حکومت د جوړولو بحث هیڅ امکان نه لري چې پرې خبرې وشي ځکه د ولسواکۍ نظام له یوه بنسټیز ځای نه پیل شوی او د احمد ضیا مسعود وروستي ګواښونه د افغانستان له ملي ګټو سره سمون نه‌خوري.

د ۵ شنبې په ورځ کابل کې د اجرایه ریاست ویاند مجیب رحیمي د خبري غونډې په ترڅ کې په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر د سلاکار احمد ضیا مسعود ګوښه کیدو ته په اشارې سره په دې اندیښنه وښوده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د مسعود په ګوښه کیدو کې له اجرایه ریاست سره مشوره نه‌ده کړې.

رحیمي زیاتوي، هیڅ چاته به هم د دې اجازه ور نه کړي چې د لنډ مهاله حکومت د جوړولو هڅې وکړي.

هغه دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر سلاکار تېره شپه د ولسمشر د ځانګړي فرمان له‌مخې له‌دندې ګوښه شو.

نوموړي خبردار ورکړ، چې دی به ډیر ژر د لنډمهاله حکومت د جوړولو هڅې پیل کړي او د ده لرې کېدا به په افغانستان کې داخلي جنګونو ته لاره هواره کړي.

همدارنګه رحمیي زیاتوي، د ننګرهار په اچین کې د امریکا د ترټولو لوی بم کارول کیدای شي د سیمې هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته چې یو تروریست پاله هیواد دی یو لوی خبرداری و اوسي ترڅو د تروریستي ډلو له روزلو لاس واخلي.

امریکا تیره اوونۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه هغه بم وکاروه چې د بمونو مور او له اټوم بم وروسته د نړۍ تر ټولو لوی بم ګڼل کیده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د دغه بم استعمال خورا بریالی بللی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام