
اجرایه رییس عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته د یوه حکم له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو رییسان او غړي ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
په دې حکم کې راغلي دي چې د احتیاطي ګامونو اخیستو لپاره، د ټاکنيزو کميسيونونو رييسان او غړي يې او همداراز دارالانشا رییسان تر هغه چې ذيصلاح محاکمې له لوري قطعي پرېکړه نه وي شوې، بهر ته د تګ حق نهلري.
دې سره د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د اساسي قانون په بنسټ د هېواد د اتباعو ممنوعالخروجي د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ له صلاحیتونه دي.
د رحیمي په وینا، کورنیو چارو وزارت به د قانون په بنسټ اقدام وکړي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې لوړي پوړي غړي فضل احمد معنوي هم په يوه ټوېټ کې ليکلي چې د عبدالله عبدالله په امر د ټاکنيزو کميسيونونو د رهبرۍ غړي ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

معنوي زياته کړې چې په کابل کې هېڅ سفارت د يادو کميسيونونو د رهبرۍ غړيو ته د سفر کولو ويزه نه ده ورکړې چې وروسته بيا د ارګ له لوري ورته سياسي پاسپورټونه ورکړل شوي چې له ويزې پرته ترکيې ته لاړ شي.
د نوموړي په وينا، کله چې يادو کمشنرانو سياسي پاسپورټونه ترلاسه کړل نو اجراييه رييس يې د ممنوع الخروجېدو حکم صادر کړ تر څو د خيانت په اړه خلکو ته ځواب ووايي.
رسمي سرچينو تر اوسه پورې دا موضوع نه ده تاييد کړې.
دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله تېره ورځ د ټاکنو کميسيون له لوري د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني له اعلانېدو سره مخالفت څرګند کړ.





