
د ملګرو ملتو امنیت شورا د اسلامي دولت او القاعده د بندیزونو له نوملړه د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار نوم وویستلو.
امنیت شورا د جمعې ورځې د (فېبرورۍ پر ۳مه) په غونډه کې دا پرېکړه کړې.
د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت د تېر سپټمبر پر ۲۲مه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې تړون لاسلیک کړ.
په تړون کې افغان حکومت ژمنه کړې وه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړه به د دې ګوند د مشرانو او غړیو نومونه لرې کوي.
افغان حکومت هغه مهال ویلي وو، چې د حکمتیار نوم به د ملګرو ملتونو له تور نوملړه اېستل کېږي.

افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لارې د تېر ډېسمبر په وروستیو کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د لیک په استولو سره دا غوښتنه وکړه.
له تور نوملړ د ګلبدین حکمتیار نوم په داسې مهال اېستل کېږي چې په وروستیو کې یې پلویان وايي، نوموړی به ډېر ژر کابل ته راشي.
افغان حکومت د حزب اسلامي په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونو کمېټې ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې رسمي غوښتلیک استولی و، چې بلاخره دا غوښتنه ومنل شوه.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي بیا په ځلونو په دې هم ټینګار کړی دی چې، د سولې تړون له مخې دې د دوی هغه ۵۰۰ بندیان هم راخوشې شي، چې دوی یې حکومت ته نوملړ سپارلی دی.
د افغانستان حکومتي چارواکيو پخوا ویلي وو، چې د روسیې او فرانسې پرته د امنیت شورا ټولو دایمي او غیردایمي غړیو له تور نوملړه د حکمتیار نوم ایستلو ته لېوالتیا ښوولې او دوی هڅه کوي په دې تړاو د دغو دوو هېوادونو اندېښنه رفع کړي.





