
بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د حکومت او طالبانو ترمنځ د پیلېدونکيو خبرو په تړاو په کابل کې د اروپايي اتحادیې او کاناډا د ډیپلوماټیکو استازولیو د مشرانو د اعلامیې هرکلی کړی.
له ياد وزارت نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان دې اوربند وکړي او سمدستي دې تاوتريخوالی کم کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې يو تاریخي فرصت دی چې د دې خبرو په نتیجه کې به رامنځ ته شي او زياته کړې يې ده چې د افغاندولت بشپړ چمتو دی چې له دې فرصت نه په استفادې سره، د مذاکرې له لارې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
خبرپاڼې ليکلي، لکه څنکه چې په کابل کې د اروپا اتحادیې او کاناډا د ډیپلوماټیکو استازولیو د مشرانو په اعلامیه کې راغلي، افغان دولت یو ځل بیا له طالبانو د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د بِالمثل چلند هیله کوي.
بهرنيو چارو وزارت همداراز ويلي، افغان دولت به په دې مذاکراتو کې د ښه نیت په درلودلو سربېره له یوې جوړوونکې ارادې سره ګډون وکړي او دې لپاره يې د طالب زندانیانو ازادول د بېلګې په توګه ياد کړي دي.





