
ولسي جرګې په نننۍ (دوشنبې) غونډه کې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه وغندله او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې له دې هېواد سره د خپل منشور له مخې چلن وکړي.
د جرګې غړیو پر پاکستان تور پورې کړ، چې په مستقیم ډول د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او د طالبانو ملاتړ کوي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په غونډه کې وویل، چې د پاکستان تر ولکې لاندې خاوره کې د ملامنصور وژل کېدل، د دې ښکارندويي کوي، چې دا هېواد په مستقیم ډول د طالبانو ملاتړی دی او د نړیوالو نورمونو خلاف د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېله وايي، نړیواله ټولنه باید د پاکستان په دوه مخیز سیاست پوه شي او د دې هېواد دا موضوع په جدي ډول وڅاري.
د دې جرګې بل غړی عبیدالله بارکزی هم په ورته نظر دی، وایي، چې د طالبانو اصلي ځای او قومانده پاکستان دی او دا ډله د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا تمویلېږي.
د ده په خبره، دا ډله د ملامنصور په وژل کېدو سره نه کمزورې کېږي او حکومت باید د پاکستان د ترهګریزو فعالیتونو د مخنوي په پار په ملګرو ملتونو کې له دې هېواده شکایت وکړي.
دوه ورځې وړاندې پنټاګون اعلان وکړ، چې د ملامحمد اختر منصور موټر یې په هوايي برید کې په نښه کړی او دی یې وژلی دی. د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم نن په ویتنام کې په یوه خبره غونډه کې تاييد کړه، چې ملامنصور د پاکستان په خاوره کې وژل شوی دی.





