
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په تازه خپور شوي راپور کې د ګوانتانامو په زندان کې د ۸ افغان بندیانو په اړه ویلي، چې پر دوی لګول شوي تورونه د شک په بڼه دي او له قضايي اړخه هېڅ ډول اعتبار نه لري.
په دې راپور کې د دغو ۸ تنو بندیانو دوسیې څېړل شوي او په اړه یې لیکلي دي، هغه تورونه چې په دغو بندیانو لګېدلي زیات هغه یې د ناسمو اطلاعاتو پر بنسټ راټول شوي دي.
د تحلیلګرانو شبکه وايي، دغه ۸ تنه بندیان هېڅ یو هم د جګړې په ډګر کې نه دی نیول شوی، بلکې د شخصي ستونزو له امله نیول شوي او ګوانتانامو ته وړل شوي دي.
دې شبکې همدا ډول د امریکې د پخواني ولسمشر جورج بوش په سیاست نیوکې کړې او لیکلي دي، چې بوش د وسله والو او غیر وسله والو جنګیالیو د تشخیص په اړه هېڅ کره میکانیزم نه و جوړ کړی.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د موندنو له مخې د دغو نیول شویو افغانانو له ډلې ۶ هغه یې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کالونو کې د امریکایانو له خوا نیول شوي دي او دوی ته د مدافع وکیلانو د نیولو حق هم نه دی ورکړل شوی.
دغه شبکه وايي، نیول شوي کسان په دې نه پوهېږي، چې د کوم جرم په اساس نیول شوي او بندیان دي.
دغه راپور ښيي، چې یو پر درېیمه برخه د ګوانتانامو بندیان افغانان دي.





