
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه مقاله کې ویلي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په بیړه وتل عاقلانه نه دي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې دوی د افغان سولې بهیر د ورانکارو پر وړاندې درېږي او کومه پانګونه چې پر دغه بهیر شوې، ساتنه یې کوي.
عمران خان ویلي، څرنګه چې افغان دولت طالب ډله د یوې سیاسي ډلې په توګه په رسمیت پېژندلې، هیله ده طالبان هم د افغان دولت او خلکو پرمختګونه او لاستهراوړنې په رسمیت وپېژني.
د سیاسي چارو یوشمېر شنونکي بیا پر دې باور دي چې پاکستان او امریکا له افغان سولې په ګډه ګټه اخلي او همدا لامل دی چې پاکستان نه غواړي نړیوال ځواکونه، په تېره امریکايي سرتېري افغانستان پرېږدي.
سیاسي شنونکی بسمالله رنجبر وايي، د عمران خان څرګندونې د افغان سولې په اړه د امریکا او پاکستان ترمنځ د پردې تر شا د شویو هوکړو ښکارندويي کوي.
د رنجبر په اند، پاکستان د دې لپاره چې امریکا په لنډ وخت کې افغانستان پرې نه ږدي، د امریکایانو لپاره موکې برابروي او هغوی یې په بدل کې دغه هېواد ته امتیازونه ورکوي.
په ورته وخت کې یوشمېر نور کارپوهان باور لري چې که نړیوال ځواکونه ژر افغانستان پرېږدي، کورنۍ جګړې به بیا پیل شي.
سیاسي شنونکی یونس فکور وايي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو چټک وتل به د کورنیو جګړو د بیا پیل لامل شي او په وینا یې، یاد ځواکونه باید په تدریجي ډول ووځي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې پاکستان له افغانستان وروسته په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیانونه زغملي دي.
د هغه په وینا، پاکستان په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو راهیسې د څلور میلیونه افغان کډوالو د ساتلو مسوولیت پر غاړه درلود، نشهيي توکي او وسلې یې په هېواد کې ښکته پورته شوي او اقتصادي لوری یې له منځه تللی دی.
عمران خان زیاته کړې، پاکستان نه غواړي افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای وي. هغه ویلي، د سپټمبر د یوولسمې له برید وروسته، تر ۸۰ زرو ډېرو پاکستاني پوځیانو او ملکیانو له ترهګرۍ سره په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو له لوري موخه ګرځول کېږي.
ده له افغان حکومت نه غوښتي، څو د هغو سیمو د کنټرول لپاره جدي تدابیر ونیسي چې د ترهګرو تر ولکې لاندې دي.
له هڅو سره سره و نه توانېدو چې په دغه راپور کې د افغان حکومت نظر هم واخلو.





