
حزب اسلامي ته نږدې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د سولې د خبرو اترو په وروستي پړاو کې افغان حکومت له حزب اسلامي څخه غوښتي، چې له امریکا سره د امنیتي تړون د ملاتړ اعلان وکړي.
د سرچينې پر وینا، حزب اسلامي له امریکا سره د امنیتي تړون له ملاتړه ډډه کړې او زیاته کړې يې ده، چې حزب د حکومت له ټولو شویو نړېوالو تړونونو درناوی کوي، خو د امنیتي تړون په اړه يې حق د رايې محفوظ دی.
هڅه مو وکړه، په دې اړه د حکومت نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.
خو اخوا بیا د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر او چقول سلام وطندار ته وویل، چې له اسلامي حزب له پلاوي سره ۲۵ ماده ییز هوکړه لیک توافق شوی او دواړو لورو منلي، خو کله چې د وروستي ځل له پاره اسلامي حزب پلاوی له پاکستان څخه راستون شو، نو نوي وړاندیزونه يې مطرح کړل، چې هغه افغانستان ته د منلو وړ نه و.

هغه زیاتوي، چې اوس یوځل بیا د اسلامي حزب پلاوی تللی او معلومه نه ده، چې دا مسله به بیا کوم بدلون وکړي او کنه ؟
هغه ضد او نقیض څرګندونې، چې د اسلامي حزب له خوا په رسنیو کې نشر شوي، له هغو هېوادونو سره، چې افغان دولت امنیتي تړونونه لري باید فسخه شي او د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالویش دې و ټاکل شي.
دا هغه څه و، چې په دوو میاشتو کې په خبرو کې شامل نه وو او د افغانستان له پاره سرې کرښې وې.
نن په ځينو رسنيو کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګواکې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کوم تړون، چې د ده د رالېږل شوي پلاوي او د سولې د عالي شورا ترمنځ توافق کړی و هغه نه مني.





