
د نړیوال امنیت غونډې اتم پړاو نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په یاده غونډه کې چې یو شمېر سیاستوالو او د حکومت پخوانیو چارواکیو هم پهکې ګډون کړی وو وویل، د ملګرو ملتونو سازمان د منل شویو اصولو خلاف د هېوادونو اقدامات د نړۍ، په ځانګړې توګه د افغانستان ستونزې نهشي هوارولی.
د لاوروف په وینا، روسیې د نړۍ له هېوادونو، په ځانګړې توګه امریکا سره همکارۍ ته چمتو ده.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاحالدین رباني ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، که څه هم دا لومړی ځل نهدی چې په دې جوړښت سره په مسکو کې غونډه کېږي، خو دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلو لپاره د سیمې او نړیوالو له ټولو هڅو هرکلی کوي.
اړوند مطالب:
داسې چارواکي شته چې ایران او روسیه یې طالبانو سره همکارۍ ته هڅولي
«روسیه په افغان سوله کې خپلې ګټې لټوي»

د رباني په وینا، بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په تړاو د سیمهییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کولو لپاره په هېواد او بهر کې پرلهپسې غونډې جوړې کړې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې ملت ته یې د دولت ځواب ویلو په خبري غونډه کې خبرې کولې، د دغه وزارت د فعالیتونو او کړنو په تړاو وايي، تراوسه یې ۴ زره او ۴۴۸ سیاسي پاسپورټونه چې په تېرو کلونو کې د قانون خلاف یو شمېر کسانو ته ورکړل شوي وو، را ټول کړي او په ۱۳۹۷ کال کې یې نږدې سل په سلو کې عادي بودیجه او ۹۱ سلنه پراختیايي بودیجه لګولې ده.
د رباني په وینا، د دې ترڅنګ، په ۱۳۹۷ کال کې په یاد وزارت کې د ښځو ونډه له ۷ سلنې نه ۱۴ سلنې ته لوړه شوې چې هغوی په دې موده کې ۱۴۳ نړیوالې معاهدې هم کابینې ته وړاندیز کړي او کابینې هم ټولې هغه تصویب کړې دي.





