
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دی او نور سیاسي ګوندونه د نظام ملاتړ کوي او د ټاکنو تحریم خبره یې نهده کړې.
د حزب اسلامي مشر د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ټاکنو نوملیکنې په اړه د ۸ اعشاریه ۶ میلیونو کسانو نوملیکنه ناسمه بولي او وايي، د سیاسي ګوندونو معلومات ښيي، چې د ټاکنو لهپاره ۳ میلیونو ۶ سوو زرو کسانو نوملېکنه کړېده.
د هغه په وینا، ډېری تذکرې او سټېکرې جعلي دي او که پهدې ډول ټاکنې وشي؛ له درغلیو به ډکې وي.
ښاغلی حکمتیار وايي، سیاسي ګوندونو د ټاکنو سمون په موخه ولسمشر او د ټاکنو کمېسیون ته ډېر پخوا یوه ۶ مادهییزه طرحه وړاندې کړېوه چې د ټاکنو روڼوالی، پرته له ځنډ څخه د ټاکنو ترسره کول، د ټاکنو پر بهیر د سیاسي ګوندونو څارنه او ځېنې نور موارد پهکې شامل وو؛ خو عملي شوې نهده.
نوموړی د دې طرحې په پلي کولو ټینګار کوي.

د ښاغلي حکمتیار په وینا، دا غوښتنې د دې لهپاره شوېدي چې د ټاکنو پایلې ټولو ګوندونو ته د منلو وي، یو پیاوړی دولت رامنځته شي او له اوسنیو تشو سره د رامنځتهکېدونکي دولت مخنیوی وشي.
د حزب اسلامي مشر په وینا، د ټاکنو په اړه له ۳۵ د ډېرو سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو ۶ مادهییزه طرحه چې اوس یې د بایومتریک سیستم په نوم ۷مه ماده هم پهکې زیاته کړې او د ټاکنو کمېسیون ته یې وړاندې کړې؛ خو د کمېسیون چارواکیو ویلي چې د سیاسي ګوندونو طرحې ځېنې مادې قانون سره په ټکر کې دي او د نورو عملي کولو لهپاره وخت کم دی.
دا داسې مهال دی چې د سیاسي ګوندونو مشرانو ته نن بلنه ورکړل شوېوه چې ارګ کې د ولسمشر د وړمې ورځې د خبرو په غبرګون کې هغه سره وګوري؛ خو دوی دې ناستې ته نهدي ورغلي.
د ښاغلي حکمتیار په وینا، ولسمشر سره به دا غونډه نږدې راتلونکې کې وشي.





