عادله راز: د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته تر بل هر وخته ډېره اړتیا لرو

 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادلې راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په واحد ډول په بین‌الافغاني خبرواترو کې د لاسته‌راوړنو د ساتلو په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

نوموړې دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غونډه کې کړې دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې ویلي: «اوس چې موږ د سولې خبرواترو ته ځو، تر بل هر وخته د نړیوالې ټولنې پیوستون او ملاتړ ته اړتیا لرو.»

عادلې راز زیاته کړې: «بین‌الافغاني خبرې اترې به د دوو لسیزو ګډو لاسته‌راوړنو، په تېره د ښځو حقونو د ساتلو په برخه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د وړتیا ښودلو لپاره یوه ازموینه وي.»

نوموړې د ټولو افغانانو، په تېره د ښځو او لږکیو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د افغانستان د دولت او خلکو پر دریځ ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاینز هم د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې اوربند باید د بین‌الافغاني خبرواترو لومړیتوب وي. نوموړي په جګړې کې له ښکېلو اړخونو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي.

هغې ویلي، افغانان د څلورو لسیزو جګړې وروسته تر بل هر وخته ډېر هیله‌مند دي چې روانه ویجاړوونکې جګړه به پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت پرون وویل چې د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر یې بشپړ کړی دی. ټاکل شوې د بین‌الافغاني خبرواترو لومړی پړاو د قطر په پلازمېنې دوحه کې ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې د دولت د سولې مرکچي پلاوی پرون قطر ته ولاړ شي، خو سفر یې ځنډېدلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام