
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، د ولسي جرګې ځېنو نوماندانو له وخته مخکې پراخ ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي او باید له ځند پرته یې بند کړي.
د شکایتونو کمېسیون منشي عليرضا روحاني نن کابل کې خبري غوندې ته وویل چې په هره پلمه د دوی یا یې د پلویانو له لوري د ولسي جرګې نوماندانو انځورونه خپرول، به تر پوښتنې لاندې ونیول شي.
ښاغلي روحیاني له دولتي مامورانو وغوښتل چې د ولسي جرګې له نوماندانو سره له هر ډول همکاري ډډه وکړي ځکه چې په وینا یې، دغه عمل ټاکنیزه سرغړونه ګنل کېږي.
د شکایتونو کمېسیون منشي عليرضا روحاني زیاتوي، د دوی مرکزي او ولایتي دفترونه له وخته مخکې د ټاکنیزو مبارزو په اړه شکایتونو اخېستلو، ثبت، څېړنې او رسېدنې ته چمتو دي.
.jpg)
د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید سلام وطندار ته وویل چې د شکایتونو کمېسیون د ټاکنیزو مبارزو لایحه په ځنډ خپره کړې، اړینه وه چې د نوماندانو وروستي نوملړ له خپرېدو سره سم یې خپره کړې وی.
ښاغلی رشید زیاتوي، ډېر نوماندان د ټاکنیزو مبارزو په اړه لږ پوهاوی لري او باید ټاکنیز کمېسیونونه په پرلهپسې توګه هغوی ته لایحې او مقررې وریادې کړي.
د ټاکنیز مهالوېش لهمخې، د ولسي جرګې نوماندانو ټاکنیزې مبارزې د تلې له ۶نېټې پیل او د تلې پر ۲۵ نېټه پای ته رسېږي.
خو زیات شمېر نوماندانو همدا اوس په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو انځورونو په خپرولو او په ښارونو کې د بلبورډونو لګولو له لارې ټاکنیزې مبارزې پیل کړېدي.





