
ولسمشر محمداشرف غني د ملګرو ملتونو پنځهاویایمې عمومي غونډې ته په یوه ویډیويي پیغام کې چې بېګاه یې ورلېږلی، په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ خبرواترو ته په اشارې د اوربند غوښتنه کړې ده. ولسمشر ویلي، که څه هم افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د حکومت تر ټولو مهم او بیړنی لومړیتوب سولې ته رسېدل دي.
ولسمشر غني د سولې خبرواترو پر مهال له افغانستان نه د ملګرو ملتونو ملاتړ حیاتي بللی او د سراسري اوربند غوښتنې په اړه له دغه سازمان نه مننه کړې ده.
ولسمشر ويلي: «اوس چې د دولت مرکچي پلاوی په دوحه کې له طالبانو سره خبرې کوي، د ملګرو ملتونو، زموږ د شریکانو او متحدانو رول ډېر مهم دی. افغانان په یادو خبرواترو کې یو روښانه او بیړنی لومړیتوب لري، اوربند. د تاوتریخوالي ژرترژره پای ته رسول موږ ته د بل هر څه په پرتله د پرمختګ فرصت برابروي.»
هغه زیاتوي: «خو دا بسنه نه کوي. موږ باید په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د ترهګرۍ ستونزې ريښې ته چې زموږ سیمه یې په اور اړولې، پام واړوو او د یوې نړیوالې ستونزې او ګواښ په توګه یې حل کړو».
ولسمشر غني دغه راز ویلي: «په وروستیو څلوېښت کلونو کې د افغانانو، په تېره د ښځو او ماشومانو پټ درد، د نړیوالې سولې او امنیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د منشور ارزښت او د هغه د ژمنو نه پوره کېدل په ګوته کوي».
په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو له رسمي پیل نه دیارلس ورځې تېرېږي، خو تر اوسه د دواړو لوریو مرکچیانو د خبرواترو د کړنلارې پر سر شته اختلافونه نه دي حل کړي.
د دولت او طالب ډلې د مرکچیانو د تماس ډلې غونډې چې د ځینو اختلافونو له کبله ځنډېدلې وې، پرون بیا پیل شوې.





