
د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د پارلماني څارنې څانګې مسوول حسیب معترف نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې دوی د ملي شورا د پنځلسمې جلسې څلورنیم میاشتنی کاري بهیر څارلی دی.
دی وایي، د دوی څارنې ښیي چې د ملي شورا د دواړو خونو دغه کاري پړاو د لاستهراوړنو ترڅنګ ډېرې نیمګړتیاوې هم لرلې.
ښاغلی معترف زیاتوي، د قوانینو جوړونې او په ټوله کې په تقنیني برخه کې ستونزې او د دې ترڅنګ د حکومت له کړنو څارنې، د خلکو شکایتونو ته رسېدنه، په عمومي غونډو کې د نصاب نه پوره کیدلو او له حکومت سره هر اړخیز ټکر سترې نیمګړتیاوې دي.
ډېر ځلې د کمېسیونونو غونډو نه جوړېدل او د وکیلانو ناسوبتیا پهدې کاري پړاو کې نورې نیمګړتیاوې وې چې ښاغلي معترف ورته ګوته ونیوله.
دغه راز، د فیفا مسوولانو وویل چې د ملي شورا دواړو خونو له نیمګړتیاوو سره ـ سره په دې مودې کې په ځېنو برخو کې لاستهراوړنې هم لرلې، د بېلګې په توګه، په ملي بودیجه کې یې پر حکومت ځېنې مهمې پروژې ومنلې.

د فیفا پارلماني اړیکو مسوول عبدالباقي رشید بیا وویل چې په ملي شورا کې د ستونزو او نیمګړتیاوو لېرې کولو لهپاره یو لړ وړاندیزونه هم لري چې ملي شورا ته به یې وړاندې کړي.
ښاغلی رشید د څارنې میکانیزمونو په کارولو کې ځیرتیا، له پارلمان بهر کارپوهانو ګټه اخېستل، د پارلماني چارو لهپاره په ملي شورا کې د یو څېړنیز مرکز جوړېدل او په هغه کې د مسلکي او بېپري کسانو ګومارنه او داسی نور موار دي.
خو د ولسي جرګې منشي میرداد نجرابی وایي چې د ملي شورا دواړو خونو د قانون په رڼا کې خپلې دندې کړيدي. دی د فیفا بنسټ په ګوته کړې نیمګړتیاوې بېبنسټه بولي.
د فیفا بنسټ هر کال د ملي شورا هرې تقنیني جلسې په اړه د څارنې راپور جوړوي او د وکیلانو نیمګړتیاوې او لاستهراوړنې پهکې په ګوته کوي او ترڅنګ یې د نیمګړتیاوو لېرې کولو په موخه وړاندیزونه هم کوي.




