امنیت شورا: زلمی خلیلزاد نه باید د طالبانو پر اعمالو پرده واچوي

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن شنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال په کابل او ننګرهار کې د وروستیو خونړیو بریدونو ګوته طالبانو ته ونیوله او ویې ویل چې پر ملکي وګړيو او ماشومانو دغه خونړي بریدونه د طالبانو او د هغوی د ملګرو له لوري ترسره شوي دي.

په داسې حال کې چې  طالبانو کابل او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې اوونۍ په خونړیو بریدونو کې لاس لرل رد کړل او د امریکا د حکومت په استازیتوب زلمي خلیلزاد هم د یوه ویډويي کنفرانس له لارې خبریالانو ته ویلي د امریکا د موندنو له مخې طالبانو دغو بریدونو کې لاس نه درلود، بلکې دا بریدونه د داعش ډلې له لوري شوي؛ خو د ملي امنیت شورا ویاند د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو په اړه وویل، نه باید د طالبانو اعمالو ته براعت ورکړل شي او د هغوی په کړنو پرده واچول شي.

فیصل زیاته کړه افغان حکومت په ورستیو بریدونو کې د طالبانو د لاس لرلو په تړاو کافي اسناد لري او که چېرې امریکا داسې شواهد لري چې ښيي طالبانو د کابل او ننګرهار په بریدونو کې لاس نه درلود، نو افغان دولت ته دې وښيي.

له دې وړاندې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم په ټوېټر ویلي وو چې افغانستان کې د تاوتریخوالي اصلي عوامل طالبان دي او دا ډله په هېواد کې په بېلابېلو پلمو د ډېری بریدونو او تاوتریخوالي تر شا لاس لري.

فیصل زیاته کړه،  طالبانو د روژې په درېیمه اوونۍ کې ۷۹ ملکي وګړي وژلي او ۲۱۸ نور یې ټپيان کړي چې دا د روژې میاشتې په دویمه اوونۍ کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په پرتله ۳۰۰ سلنه لوړوالی ښيي.

د امنیت شورا ویاند په تېره اوونۍ کې طالبانو ته د اوښتنې مرګ‌ژوبلې په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ویل، تېره یوه اوونۍ د افغان پوځ په تعرضي عملیاتو کې د دولت ۲۴۹ مخالفین وژل شوي او ۱۳۰ نور ژوبل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام