د لوګر والي محمد حلیم فدايي نن (پنجشنبه اکټوبر۱) په دغه ولایت کې خبریالانو ته وویل، چې د لوګر ولایت په بره کي برک، خوښي او محمداغې ولسوالۍ یې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې کړي دي.
حلیم فدایي وايي، په دغو درېیو میاشتنیو عملیاتو کې ۴۳۵ وسله وال طالبان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د لوګر والي زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې قوي مرکزونه، دوشنبه، کنډاب او زرغونښار يې هم په بشپړه توګه له منځه وړي دي.
د هغه په خبره، چې د پخوا په پرتله یې د لوګر دامنيتي ځواکونو ترمنځ ګډه همغږي او اعتماد ترڅنګ په ټول لوګر کې امنیت د پخوا په پرتله ټينګ کړي دي.
یاده دې وی، چې نوموړی بیا د نظامي تلفاتو په اړه څه ونه ویل.
خو له بل لوري د یاد ولایت یوشمېر اوسیدونکي بیا په دغه ولایت کې له شته امنيتي ستونزو سر ټکوي او وایې، چې په رڼا ورځ په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ماین چاودنې، وسله وال بریدونه او سړي تښتونې ترسره کیږي.
هېره دې نه وي، چې وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.





