
د ولسي جرګې یوشمېر وکیلانو غونډې ته وویل د افغانستان د سولې په تړاو څو موازي بنسټونه شته خو هېڅ د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.
وکیلان د سولې عالي شورا لغو کولو غوښتونکي دي او وايي دغه شورا په هېواد کې د سولې ټینګښت توان نه لري.
د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وايي، د سولې عالي شورا باید لغوه شي ځکه چې حکومتي ده او د سولې شورا کې داسې کسان شته چې خپله د افغانستان د ستونزې یوه برخه دي؛ هغه کس چې طالبان يې د افغانستان د ستونزې یوه برخه بولي څنګه کولی شي هېواد ته سوله راولي.
د ولسي جرګې بل غړي شهزاده شاهد وویل حکومت د سولې ټینګښت لهپاره اراده نه لري او د سولې عالي شورا د سولې بنسټ پر ځای سولې ته خنډ دی.
د ولسي جرګې لومړي نایب همایون همایون چې د نننۍ غونډې مشري کوله هم وویل چې د سولې عالي شورا دفتر د ولسمشر ټاکنیز کمپاین پر دفتر بدل شوی.
ښاغلي همایون د جرګې کمېسیونو او پارلماني ډلو ته دنده ورکړه چې خپل یو غړی د سولې طرحې جوړولو لهپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني.
دغه راز، د جرګې لومړي نایب له حکومته هم وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې طرحه ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
د ولسي جرګې غړیو دغو څرګندو په تړاو مو وغوښتل د سولې عالي شورا نظر هم ولرو خو له پرلپسې اړیکو سره بریالي نهشولو.
مخکې تردې هم د سولې عالي شورا پر کار کړنو نیوکې شوې دي او مدني فعالانو هم د سولې عالي شورا لغو کولو غوښتنه کړې وه.





