
زابل په ولسي جرګې کې دوه نارینه او یوه ښځینه استازې لري چې د دغو درېیوو څوکیو ګټلو لهپاره دا ځل ۲۴ نوماندانو ځانونه نومولي چي ۶ يې ښځې دي.
خو زابل کې د ولسي جرګې ټاکنو ته ښځینه نوماندانې وايي، غواړي خپل ټاکنیز کمپاینونه د مرکز کلات ترڅنګ ولسوالیو ته هم وغځوي؛ ناامني يې د ټاکنیزو کمپاینونو په وړاندي لوی خنډ دی.
زابل کې د ولسي جرګې ټاکنو ته نومانده صدیقه جلالي او وږمه توخي د زابل امنیتي وضعیت اندېښمن کړي او دا اندېښه د دوی د رایو د کمښت وېره زیاتوي.
دوی له دولته غواړي، د ټاکنیزو کمپاینونو ورځو کې دې له دوی سره امنیتي همکاري وکړي چې خپل کمپاین په ډاډه زړه وکړي.

هاخوا د زابل والي ویاند ګلاسلام سیال وايي، د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو لهپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
د هغه په وینا، ځايي ادارې او امنیتي بنسټونو له ټاکنیزو کمپاینونو پیلېدو مخکې پرېکړه کړې چې د مهالوېش لهمخې به یوې ـ یوې ولسوالۍ ته ټول نوماندان یوځای تر ځانګړیو امنیتي تدابیرو لاندي بیول کېږي.
زابل ۱۰ ولسوالۍ لري چې د معلوماتو لهمخې، «خاکافغان» ولسوالۍ به له ټاکنیز پوښښ څخه ځکه پاتې وي چي دا ولسوالۍ له نږدې یوې نیمې لسیزې راهیسې د وسلهوالو مخالفانو په ولکه کې ده.





