
د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته پرانېستی لیک ولېږه.
د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډلې په دغه لیک کې د افغان سولې خبرو اترو له ګرمېدو سره هممهاله د سولې په روانه پروسه کې د ۱۸ کلنو لاستهراوړنو د قرباني کېدو او د طالبانو د حکومت په څېر د بل حکومت جوړولو په اړه خپلې اندېښنې زلمي خلیلزاد ته وړاندې کړې.
دا ډله وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر مهال د نظامي، سیاسي او ناڅاپي دریځ نیول به په یاده پروسه کې ۱۸ کلنې لاستهراوړنې له ګواښ سره مخ شي.
د سولې لپاره د عدالت غوښتنې ډله له خلیلزاده غواړي چې د سولې په تړاو د خپلو لیدنو کتنو پر مهال دې یوازې په رسنیو او سیاسي او مدني ډلو بسنه نه کوي او د سولې په اړه دې د مشورې کړۍ پراخه کړي.
قطر؛ خلیزاد له طالبانو سره په «جدي مواردو» خبرې کوي
طالبان به د حکومت تر تایید وروسته له تور نوملړه اېستل کېږي
«امریکا له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو اېستلو هڅه کوي»

دغه مدني ډله زیاتوي، اوس چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د یوې سترې برخې له وتلو او د افغان سولې له بریا سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لېوالتیا ډېره شوې، لرې نه ده چې د ګاونډیانو قراردادي جنایتکاران، ایډیولوژیکي تندروي او یو شمېر فاسد او د ډېرو پیسو لرونکي سیاستوال د لنډمهالي حکومت په چتر کې سره راټول شي.
دا ډله ادعا کوي چې د افغان سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د سرنوشت په اړه د روڼتیا نه موجودیت، د افغانستان د یوې سترې کتلې، په ځانګړي ډول د نوي نسل له یاده اېستلو په مانا دی.





