اجرایوي ریاست: د نظام بدلون غواړو

د حکومت اجرایوي ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې پر پارلماني د ریاستي نظام بدلول د اجرایوي ریاست یوه له اساسي موخو څخه بلل کيږي.

نوموړي چې نن پنجشنبه(جنوري۱۹) خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړه، اجرایوي ریاست د اساسي قانون پر تعدیل او د واک په غیر متمرکز کولو ټینګار کوي.

هغه وویل: "یو ځل بیا د اساسي قانون تعدیل او پر پارلماني د ریاستي نظام بدلون د اصلاحاتو او همپالنې ټیم موخو په توګه وړاندې کوو اجرایوي ریاست پر دې ژمنې ولاړ دی".

په همدې حال کې د "موج تحول افغانستان" په نوم بنسټ هم نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې پر پارلماني د ریاستي نظام بدلولو غوښتنه وکړه.

خبري غونډې ته د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني وویل، چې د اوسنیو ټولو ستونزو هوارولو او ټولو قومونو ته په واک کې د ونډې ورکولو له‌پاره پارلماني نظام یوازینۍ حل لار ده.

د قانوني پر وینا، د اساسي له تصویب مخکې دوه مسودې چمتو شوې وې، چې یوه يې د پارلماني او ریاستي مختلط او بله يې د ریاستي نظام مسوده وه، خو د نوموړي پر خبره هغه نسخه، چې د پارلماني نظام مسوده وه ورکه شوه.

دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي، چې د بلخ ولایت ځای‌ناستي والي عطا محمد نور له اجرایوي مشر عبدالله عبدالله سره د اختلاف لامل د سیاسي هوکړه لیک هیرول بولي.

خو د اجرایوي ریاست ویاند وايي، چې دوی د هیواد ګټو او مصلحت ته په کتو د خپلو ژمنو پلی کولو هڅه کوي.

اجرایوي ریاست وايي، چې که د سمون په لار کې هر اړخیزه همکاري شوې وای د سیاسي هوکړه‌لیک مواد به څو میاشتې مخکې عملي شوي وای.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر سرسخت سیاسي رقیب، د بلخ ځای‌ناستي والي عطامحمد نور له ولسمشر سره د خپلو اختلافاتو د حل خبر ورکړ.

د ده دغه خبره د زیاتو رسنيو د خبرونو په لومړیتوب کې ځای ونیوه.

له هغه وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله او د عطامحمد نور ترمنځ د اختلافاتو د پېدا کېدو اوازې هم ګرمې شوې.

عطامحمد نور وویل، چې غواړي له بلخ ولایت نه پلازمینې کابل ته راشي او خپلو سياسي فعالیتونو ته له همدې ځایه دوام ورکړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام