.jpg)
د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار نن ورځ په پروان ولایت کې د یوې غونډې پرمهال د افغان کلمې مخالفه ګوندونه او خوځښتونه د بهرنیو ګومارل شوي کسان ګڼي او وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بهیر ملاتړی دی.
ښاغلی حکمتیار زیاتوي، برېښنایي پېژندپاڼې باید لا ډېر پخوا وېشل شوې وی. هغه وايي، د «افغانستان ټول وګړي افغانان دي او په افغانیت ویاړم.»
حکمتیار د حکومتي مشرانو اختلافونو ته په اشارې وايي، د افغانستان ستونزې د دغو اختلافونو له امله دي. زیاتوي: «یو پېژندپاڼه اخلي، بل یې مخالفت کوي، دغه حالت ته د پای ټکی کېږدئ او خلک مه اړ کوئ چې په خلاف مو لاس په کار شي.»
.jpg)
ښاغلی حکمتیار وايي، په حکومتي ادارو کې ځېنې کسان او دغهراز ځېنې سفارتونه هڅه کوي په راتلونکیو ټاکنو کې د تېر هغه په څېر درغلي وکړي.
ولسمشر غني تېره ورځ د برېښنايي پېژندپاڼې په اخیستو رسما د پېژندپاڼو وېش لړۍ پرانیسته، خو د دغې لړۍ د شروع کېدو په اړه اجرایوي رییس عبدالله عبدالله او یوشمېر سیاسیونو غبرګون وښود.
ورته وخت کې د جمعیت ګوند وايي، د اوسني اختلافي محتوا په موجودیت کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش مناسب نه بولي. د دغه ګوند په اعلامیې کې راغلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لهپاره د رایه ورکوونکیو نوملیکنې په شروع کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ټاکنو کې د خلکو ګډون انګېزه کموي.
اعلامیه وايي، پېژندپاڼو کې د خلکو د قومي هویت لیکلو ته اړتیا نه شته او «دا چاره په افغانستان کې د وروڼو قومونو ترمنځ بېلتون رامنځته کوي او له دې پرته هېڅ ګټه نهلري؛ او د جمعیت لهپاره د منلو نه ده.»





