
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، افغان حکومت او طالبان باید د خپلمنځي خبرو اترو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي او په وینا یې، اوس ټولې خواوې پوهېږي چې د بندیانو د تبادلې وخت را رسېدلی دی.
نوموړي دغه راز په تېرو دوو ورځو کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سولې خبرو اترو د پرمختګ لپاره باید ژر تر ژره کم شي.
مایک پمپیو له ښکېلو لوریو غږ کړی چې یو بل ته دې ګواښونه پرېږدي دي او د بندیانو د تبادلې ترڅنګ دې پر نورو عملي ګامونو خبرې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له لاسلیک یوه ورځ وروسته وویل چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو هېڅ ډول ژمنه نه ده شوې.

د دې ترڅنګ، وسلهوالو طالبانو هم د خپلو ۵ زره بندیانو خوشې کول د بینالافغاني خبرو اترو لپاره شرط ايښی دی.
ولسمشر غني وړمه ورځ ننګرهار ته د سفر پر مهال وویل، د سولې خبرو اترو لپاره باید شرطونه کېنښودل شي او په وینا یې، که طالبان بیا شرط ږدي، افغان حکومت هم شرطونه لري او دا ډله باید له پاکستانه راووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې جنایي محکمې هغه پرېکړه هم وغندله چې له مخې یې ښایي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لهخوا د بشر ضد جرمونو په تړاو څېړنې پیل کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له مخې، افغان حکومت او طالبانن باید د مارچ میاشتې په لسمه نېټه مخامخ خبرو اترو ته سره کېني، خو حکومت تر اوسه د یادو خبرو لپاره مرکچي پلاوی نه دی ټاکلی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته راغلی او د راپورونو له مخې، غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو پیل ته د لارې هوارولو ترڅنګ، د ولسمشري ټاکنو یا راتلونکي حکومت په برخلیک او څرنګوالي کې هم خپل رول ولوبوي.





