ناټو د ټاکنو لپاره د ورو او پېچلي چمتووالي په اړه اندېښنه لري

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نېکولاس کې له سلام‌وطندار سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، له یوې خوا د ولسمشرۍ ټاکنې را نږدې کېږي او بله‌خوا د یادو ټاکنو لپاره روان چمتووالی ډېر ورو او پر مهال یې د بایومټریک ماشینونو کارول ډېر پېچلي دي.

د کې په وینا، د ولسي جرګې ټاکنو پر مهال ډېر ناوخته د بایومټریک ماشینونه غوره شول او ومو لیدل چې په یادو ټاکنو کې د څومره ګډوډیو لامل شول.
نېکولاس کې وايي، موږ ډېر اندېښنمن یو؛ ځکه د دې پر ځای چې له تېرو ټاکنو درس واخلو، داسې نه چې هماغه نیمګړتیاوې په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې هم تکرار شي.

د ناټو ملکي سفیر که څه هم د جګړې په موسم کې د رای‌ورکولو په مرکزونو کې د ډېر شمېر امنیتي ځواکونو د راټولېدو په اړه اندېښنه ښيي، خو وايي په ټاکنو کې به د ناټو اساسي مسوولیت د امنیتي ځواکونو روزل او ورسره همکاري او مشوره کول وي.

د ناټو ملکي سفیر د سولې په اړه وايي، سره له دې چې سولې ته د رسېدو په مخ کې ډېرې ستونزې او خنډونه شته، خو ډېر باوري یم چې اوس د سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی؛ ځکه په وینا یې، د جګړې ښکېلو خواوو درک کړې چې د جګړې په میدان کې نه بریالي کېږي. دغه راز د افغانستان ګاونډیان هم دې پایلې ته رسېدلي چې یو باثباته او ځواکمن افغانستان د دوی په ګټه دی.

د نوموړي په وینا، د سولې په برخه کې اساسي ستونزه دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو کولو ته نه حاضرېږي.

نېکولاس کې د یوې ځواکمنې اجماع رامنځته کولو خبر ورکوي او وايي، هڅه کېږي چې افغانستان د سولې په خبرو اترو کې کلیدي رول ولري. د نوموړي په وینا، طالبان نه‌شي کولای سلیقه‌يي چلن وکړي او له چا سره یې چې زړه غواړي، خبرې کوي، خو له چا سره یې چې نه غواړي، نه یې کوي.

د ناټو سفیر وايي، هڅه کېږي چې د تاوتریخوالي راکمولو لپاره له یوې کوچنۍ ډلې سره د خبرو اترو اسانتیاوې برابرې شي او په وینا یې، هېڅ افغان نه غواړي چې په روژه او اختر کې دې تاوتریخوالی وویني.

د ناټو ملکي سفیر ټینګار کوي چې مغرض سیاستونه او سیاسي توپیرونه باید د سولې خنډ و نه ګرځي. نوموړی زیاتوي، له دا ډول سیاسي توپیرونو نه یوازې طالبان ګټه پورته کوي. کې د سولې مشورتي لویې جرګې مدیریت کول او لپاره یې د نیول شویو امنیتي تدابیرو ستاینه کوي.

نېکولاس کې زیاتوي، د افغانانو غږ ډېر روښانه دی. هغوی سوله، اوربند او سیاسي هوکړه غواړي او دغه راز له طالبانو غواړي چې له دولت سره د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.

د ناټو ملکي استازی د سولې خبرو اترو پر مهال د ولسواکۍ ارزښتونو، بشري حقونو او د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته‌راوړنو پر ساتلو ټینګار کوي. هغه وايي، له طالبانو سره د سولې هوکړې له کولو وروسته به نورې ستونزې او خنډونه پر خپل ځای وي.

نېکولاس کې زیاتوي، یو شمېر طالبان چې نه غواړي سوله وکړي، ښايي له داعش ډلې سره یوځای شي. دغه راز د سرچینو او د نشه‌يي توکیو د قاچاقیانو پر سر شخړې د هغو ګواښونو له ډلې دي چې د سولې پروسې له بریا وروسته به هم وي.

اړوند مطالب:

د ناټو اویایمه کلیزه؛ په افغانستان کې به د ګډې پرېکړې له مخې پاتې کېږو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام