د سولې په اړه د سیاسي ګوندونو او بهیرونو وړاندیزونه

د سولې عالي شورا مسوولانو او د ځینو سیاسي ګوندونو او بهیرونو استازو نن په کابل کې د سولې خبرو اترو څرنګوالي په اړه غونډه وکړه.

د حراست او ثبات شورا غړي محمدیونس قانوني وویل، د سولې په اړه کورنۍ اجماع جوړه شوې، خو په‌کار ده چې د یوې روښانه تګلارې له مخې یې د راوستو له‌پاره کار وشي او افغانان حق لري چې د دې پروسې د څرنګوالي په اړه پوه شي.

په همدې حال کې د کورنیوچارو پخواني وزیر عمر داوودزي وویل، تراوسه د افغان سولې په اړه نړېواله اجماع جوړه شوې نه‌ده او باید د دې پروسې د پیل او بریا له‌پاره یو بشپړ مېکانیزم جوړ شي.

خو د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي باور لري چې اوس‌مهال د سولې پروسې په اړه کورنۍ او بهرنۍ اجماع جوړه شوې او افغانان باید هڅه وکړي چې له دې فرصته پوره ګټه واخلي.

د پخواني ولسمشر د دفتر رییس کریم خرم بیا غوښتنه وکړه چې د سولې پروسې کې دې روسیې او اېران ته هم ځای ورکړل شي.

خو د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح وویل، د سولې پروسه باید د ټولو خواوو په همغږۍ د یوه ځانګړي ادرس له لوري پیل او بشپړه شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو اترو د پیل له‌پاره خپل پلاوي وټاکي.

خلیلزاد له افغان چارواکو او سیاسیونو سره تر خبرو اترو وروسته پرون پاکستان ته لاړ او ټاکل شوې سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام