کارپوهان: افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې احساساتي دريځ غوره کړی

د سياسي چارو ځينې شنونکی وايي، چې افغان حکومت تر ډېره بريده د پېښو سره سم دريځ نه نیسي.

دوی وايي، چې د پاکستان پر وړاندې د حکومتي چارواکو وروستی دريځ هم له احساساتو سرچينه اخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د پاکستان لومړي وزیر له اجرايوي ریيس غوښتي و، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په حاشیه کې غواړي د دواړو هیوادونو په ورستيو اړیکو او وضعیت سره خبرې اترې وکړي؛ خو اجرايوي رییس عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر دا غوښتنه رد کړې ده.

حکومت ته ځېنو نږدې سرچينو سلام وطندار ته وویل، چې افغان حکومت ته په رسمي ډول وړاندیز کړی، چې یا دې ورسره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ريښتيني ملګرتیا وکړي او یا به پاکستان په انزوا کې پاتې وي. 

د سیاسي چارو شنونکي محب شریف وايي، چې افغان حکومت تر ډیره بریده  د پيښو سره سم دريځ نه غوره کوي.

شریف زیاتوي، چې د افغان حکومت ډيپلوماسي لا هم خام حالت لري.

محب الله شریف په وينا اوس هم د افغانستان ډېپلوماسي سرو ليکو او پالیسو څخه محروم دی.

شریف داهم وايي، په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې چې وايي ولس دې د پاکستاني درمل پرځای هندي درمل واخلي او په ملګرو ملتونو کې د عبدالله په ژبه د نواز شریف سره د نه لیدو خبره په سیاست کې د یوه سرچینې ښکارندويي کوي.

شریف زیاتوي، چې غني د حکومت په لومړیو کې د پاکستان پر وړاندې د ډيپلوماسۍ له سرې کرښې تیر د پاکستان څارګرې ادارې  (آې، ایس، آې) مرکز ته ور ننوت او پاکستان ته يي هغه څه ورکړل، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي نه وو ورکړي.

په همدې اړه د سیاسي چارو بل شنونکي محمد ناطقي وايي، چې د ملي یووالي حکومت په تېرو ۱۱ میاشتو کې د پاکستان سره د اړیکو ښه کېدو هڅې ګړندۍ کړې وې، خو پاکستان په دې برخه کې ریښتنی اقدام ونه کړ.

ناطقي زیاته کړه، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني مفتیانو د جګړې فتوا ورکول، په کابل، ولایتونو کې چاودنو برسېره له ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ اجرایوي ریېس دې ته اړ کړ، چې نواز شریف ته د خبرو کولو په باب د رد ځواب ورکړي.

ناطقي وايي، چې د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت دریځ د دواړو هېوادونو په زیان دی.

د هغه په خبره اوس هم پاکستان د ترهګرې په اړه د نړېوالو تر سختو فشارونو لاندې دی.

شنونکي ټينګارکوي، چې افغان حکومت د ټولو امکاناتو او ریښتینولی پاکستان سره د ترهګرۍ  پروړاندې لاس یو کړ، خو پاکستان بیا د افغانستان پروړاندې دوه مخی چلند وکړ او د خپلو غلطو پالیسو په کارولو سره دغو اړيکو ته صدمه ورسوله.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني يوځل بیا ټينګار وکړ، چې سوله د افغانانو حق دی او حکومت يې له چا نه په زارۍ نه شي غوښتی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام