
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونټیکورو له سلاموطندار سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې اوس د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالی د سولې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی.
نوموړي په دې مرکه کې زیاته کړې، که څه هم طالبانو د سولې راتلو ته ژمن شوي، خو پر تاوتریخوالي او د ملکیانو او نظامیانو پر وژلو ټینګار یې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له خطر سره مخامخ کړی دی.
هغه له طالبانو غوښتي چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، ناټو نه غواړي چې د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي، خو د خپل ماموریت تر بشپړېدو مخکې ـ تر هغه به افغانستان پرې نه ږدي چې د ترهګرو ډلو د خوندي ځای کېدو مخه یې نه وي نیولې.
پونټیکورو ویلي چې ناټو د سولې پروسې ملاتړ کوي او په وینا یې، په افغانستان کې حضور به یې هم د شرایطو له مخې وي.
د ناټو ملکي سفیر زیاته کړې: «زه له دواړو لوریو غواړم چې ژرترژره د بندیانو خوشې کولو په برخه کې خپلې ستونزې حل او خپل انعطاف وښيي؛ ځکه د دې ستونزې حل موږ بینالافغاني خبرو ته نږدې کوي.»
سټیفانو پونټیکورو د القاعده او داعش ترهګرې ډلې او له طالبانو سره یې استخباراتي اړیکې د ناټو لپاره د اندېښنې وړ بولي او وايي، په افغانستان کې د ناټو د حضور لامل دا دی چې دغه هېواد بیا د ترهګرو پر خوندي ځای بدل نه شي.
د نوموړي په وینا، له ترهګرو سره د اړیکو پرې کول د دوحې د هوکړهلیک یوه برخه ده چې طالبانو منلې او باید ورته ژمن پاتې شي.





