
د حزب اسلامي مشر او د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، د سولې په اړه جوړېدونکې مشورتي لویه جرګه نه یوازې د هېواد ستونزې نهشي حلولای، بلکې لا به یې هم ډېرې کړي.
حکمتیار چې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال خبرې کولې، پر بینالافغاني خبرو اترو ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د جګړې په برخه کې د نورو پانګونې د وسیلې جوړېدو پر ځای، د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
نوموړي اوسنی نظام ناکاره وباله او ټینګار یې وکړ چې نظام او د بهرنیانو موجودیت په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل شوی او د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی.
ګلبدین حکمتیار له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، د افغانستان قضیه په افغانانو پورې اړه لري او حکومت باید په خپل هېواد کې د ډاډمن امنیت راوستو توان ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمدعمر داوودزي پرون وویل چې ټاکل شوې د سولې مشورتي لویه جرګه د روانې کب میاشتې په ۲۶مه نېټه په کابل کې جوړه شي.





