د ارګ مطبوعاتي دفتر لوړو حکومتي څوکیو ته د رسېدو لومړی پړاو

د شاوخوا دوو کلونو په موده کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لهپاره څو ویاندویان معرفي شول، خو له لنډې کاري مودې وروسته یو پر بل پسې پر لوړو حکومتي دندو وګومارل شول.

دې چارې پوښتنه را ټوکولې، چې ایا د ارګ مطبوعاتي دفتر لوړو حکومتي څوکیو له پاره د ازموینې ځای دی؟

کتونکي په دې اند دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې د خپل ټيم د ځای پرځای کولو په هڅه کې دی.

مدني فعال سمیع دره يي وايي، ارګ په حکومتي څوکیو د وړ کسانو ګومارلو پر ځای خپل ټیم ګوماري.

د نوموړي پر خبره، لومړی لږې پېژندل شوې څېرې د ارګ ویاندویانو په توګه معرفي کېږي اوبیا لوړو دولتي بستونو ته معرفي کېږي.

د پوهنتون استاد حکیم صابر هم وايي، چې د ارګ دا ډول  سلیقوي او شخصي ګومارنې  ډیموکراسي تر پوښتنې لاندې راولي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، هر څوک د وړتیا  له مخې ارګ ته راځي او له دغه ځایه پر نورو لوړ ځایونو ګومارل کېږي.

تازه د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د چارو په اداره کې د دولت د سمون د چارو مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

له دې مخکې هم د ارګ ځینې ویاندویان، د ملي امنیت په لوی ریاست او په ملګرو ملتونو کې په لوړو څوکیو ټاکل شوي او یو یې په امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه کار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام