
د سولې لپاره د دولت د مرکهچي پلاوي یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، ښايي چې طالبانو سره د سولې خبرو لپاره پلاوی به د جمعې په ورځ قطر ته روان شي.
دغه سرچینه وايي، خنډونه او پلمې تر یوې کچې له منځه تللې دي.
په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وايي، د بینالافغاني خبرو پیل په تړاو نوي پرمختګونه نه دي شوي.
د هغه په وینا، د طالبانو ۶ جنجالي زندانیان لا هم قطر ته نه دي لېږدول شوي او ترڅنګ یې ځينې نورې ستونزې هم شته.
ټاکل شوې وه چې د افغان دولت مرکهچي پلاوی د تېرې اوونۍ پنجشنبې په ورځ قطر ته سفر وکړي چې داسې ونه شول.
رسمي سرچینو هم دې برخه کې له څه ویلو ډډه کړې ده.





