ولسمشر غني یوه فرمان کې د ملي مصالحې عالي شورا غړي او د مشرتابه پلاوی معرفي کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه فرمان کې د ملي مصالحې عالي شورا غړي او د مشرتابه پلاوي معرفي کړل.

ارګ تېره ورځ ناوخته د سنبلې په اتمه یو فرمان خپور کړ چې متن کې یې راغلي: «د افغانستان جمهوري اسلامي دولت لوړو ارزښتونو ته په پام، هېواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع جوړولو په موخه او د سولې د دواړو لویو جرګو مشورو ته په درناوي، د هېواد د سیاي نظام د جمهوري وصف پر بنسټ، د سولې بهیر د مخه وړلو په منظور، د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې پر بنسټ او د ۱۳۹۹ کال د غوايي میاشتې د ۲۸مې نېټې د سیاسي هوکړې په نظر کې نیولو سره، د هېواد د سیاسي او ملي شخصیت ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ملي روغې جوړې د عالي شورا جوړېدل چې د مشرۍ او سیاسي کمېټې د غړیو نوملړ یې له دې فرمان سره مل دی، منظوروم.»

د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د دغې شورا ریاست د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په غاړه لري.

حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمت‌یار، محمدکریم خلیلي، محمد محقق، مارشال عبدالرشید دوستم، محمدیونس قانوني، صلاح‌الدین رباني، اسماعیل خان، عطامحمدنور، حامد ګیلاني، ذبیح‌الله مجددي، منصور نادري، عنایت‌الله شهراني، انجینیر محمدخان، د علماوو شورا مشر، اسماعیل غضنفر، صادق مدبر، خدایداد صالح، صفیه صدیقي، ماري اکرمي، نجیبه ایوبي، ضیاګل رضايي، عالیه یلماز، زرقا یفتلي، فریده مومند او نسرین اوریاخېل د دغې شورا غړیو په توګه ګمارل شوي دي.

دغه شورا ۷ مرستیالان «عنایت‌الله فرهمند، اسدالله سعادتي، سلام رحیمي، زهره مطهري، عطا‌الرحمان سلیم، دین محمد او محمد اکرم خپلواک) لري او محمد معصوم ستانکزی او نورالحق علومي د مشرتابه پلاوي غړیو په توګه یاد شوي دي.

امرالله صالح، سرور دانش، حنیف اتمر، حمدالله محب، فضل‌الهادي مسلم‌یار، میررحمان رحماني، الماس زاهد، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او جوره طاهري د شورا دولتي غړیو په توګه معرفي شوي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا د سیاسي هوکړې پر بنسټ چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ لاسلیک شوه، رامنځ ته شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام