
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن ورځ له غرمې مخکې د یوې خبري غونډې پرمهال په رسمي ډول له خپلې څوکۍ استعفا وکړه.
که څه هم ښاغلی حکیمي د خپلې استعفا لامل په اړه جزییات نه ورکوي؛ وايي، د هېڅ لوري هېڅ ډول فشار استعفا ته نه دی اړ کړی او یوازې خپلې کورنۍ ته د رسېدو په موخه یې له دندې استعفا ورکوي.
هغه وايي، له پخوا یې غوښتل استعفا ورکړي، خو ایله اوس یې وکولی شول چې ولسمشر غني قانع کړي او استعفا یې ومني.
ښاغلی حکمي وايي، سبا به یې د مالیې وزیر په توګه وروستۍ ورځ وي او د کابینې غونډه کې به دغه مسوولیت بل کس ته وسپاري.
اکلیل حکیمي د خپلې استعفا اعلانولو پرمهال، ۲۰۲۴ میلادي کال د ۲۰۱۴ کال په څېر د افغانستان لهپاره یو مهم کال وباله او ټینګار یې وکړ چې هېواد سره به بهرنۍ مرستې دوام ولري.
ښاغلي حکیمي له دې وړاندې ولسي جرګه کې ویلي و چې افغانستان به له ۲۰۲۰ کال وروسته تمویلونکې منبع ونهلري.
هغه ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو ته په اشارې وايي، د یو فعاله بهرني سیاست لهمخې چې په هره کچه افغانستان کې د سترو قدرتونو د ګټو تضاد مخه ونیول شي؛ په هماغه کچه به د هېواد ملي ګټې په ښه توګه تامین شي.
اکلیل حکیمي ۱۳۹۳ کال کې د ماليې وزیر په توګه وګومارل شو.
نوموړی له ۲۰۰۲ کال را په دې خوا د بهرنیو چارو سیاسي معین او چین، جاپان او امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه هم کار کړی دی.
د ویلو ده چې په تازه ګۍ سره ولسمشر غني د اوبو او برېښنا وزیر علياحمد عثماني بېواکه کړی او شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د ښار جوړونې پخواني وزیر سید سعادت منصور نادري هم د هغه څه له امله چې هغه یې روغتیايي ستونزې بولي؛ استعفا ورکړه.
دا مهال د پوهنې، کانونو، اطلاعاتو او کلتور، ښارجوړونې او د اوبو او برېښڼا وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.





