
ولسمشر محمد اشرف غني نن د پکتیا د ولایتي شورا د مرستيال ایوب غروال د وژنې په غبرګون کې له طالبانو وغوښتل چې په هېواد کې د دایمي سولې تامین لپاره او دا چې د سولې خبرې اترې پایلې ته ورسېږي، بشردوستانه دایمي اوربند ومني.
ولسمشر وویل، د بینالافغاني خبرو یوه موخه د تلپاتې او دوامداره سولې تامین دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره طالبان باید دایمي اوربند چې د افغانستان خلکو او حکومت غوښتنه ده، ومني.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر اصف خان توخي وژنې ته په غبرګون ویلي، طالبان په هېواد کې د جګړې په دوام سره هره ورځ د خپلې ګناه او جنایت دوسیه لویوي.
له دې سره د مصالحې عالي شورا سیاسي مرستیال اسدالله سعادتي نن «د سولې خبرې» په نامه غونډه کې د وينا پر مهال وویل، د دواړو لوريو ترمنځ خبرې روانې دي او دواړه لوري هڅه کوي څو د سولې بهیر او خبرو په وړاندې خنډ رامنځته نهشي.
د سولې بینالافغاني خبرې، تېره اوونۍ د شنبې ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې او د دې خبرو اترو له پیل سره هم مهاله، په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو بریدونه هم زیات ډېر دي.





